دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
غربي فکر او سياست د کډوالۍ کړکېچ رامنځته کړی او يوازې اسلام يې حلاره لري
بسم الله الرحمن الرحيم
غربي فکر او سياست د کډوالۍ کړکېچ رامنځته کړی او يوازې اسلام يې حلاره لري

خبر:

موږ ۲۰۲۱م، کال په داسې حال کې پیل کړ، چې د ټولې نړۍ 82.4 ملیونه خلک د سياسي بې‌ثباتيو، اشغال او کړاوونو له امله بې ځایه شوي دي. د UNHCR د وروستي راپور له مخې له دې ډلې يې ۳۰میلیونه کډوال، ۴۸ميليونه يې داخلي بې ځایه شوي او تقریباُ څلور ميليونه خلک سياسي پناه غوښتونکي دي.  د دغو بې‌ځایه شوو، نیمایي ماشومان دي. سرچینه:[الجزیره،2021/6/20]

تبصره:

  د سیکولر او پانګوال نظام تر سيوري لاندې د عصري نړۍ له جوړېدو راهیسې، ډېرې نړیوالې ستونزې شته، چې اصلي لامل یې د استعمار دور او اوسنی نړیوال نظم دی. کډوالي يو له هغو مسايلو څخه ده چې ټول نړيوال پرې پوهیږي، په ميليونونو ميليونونو انسانان يې له روغتيايي، رواني او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي دي.

له دوو نړیوالو جګړو وروسته، د خپلواکۍ په پلمه استعمارګرو هېوادونو د دویمې او درېبمې نړۍ هېوادونو په سیاست او اقتصاد کې مستقیمه او نامستقيمه مداخله وکړه. مغرضو پانګوالو هېوادونو د ملګرو ملتونو، نړيوال وجهي صندوق او نړیوال بانک په رامنځته کولو سره نړیوال نظم رامنځته کړ، ترڅو محدود شمېر استعماري هېوادونه د دویمې او درېیمې نړۍ هېوادونو عادي ژوند ګډوډ کړي او په امکاناتو يې خيټه واچوي.

که د کډوالۍ کړکېچ وڅيړو؛ وینو چې د طبيعي افتونو له امله دومره کډوالي نه ده رامنځته شوې؛ څومره چې د غربي استعمار له امله رامنځته شوې. په فلسطین کې د یهودو لپاره د انګريز وطني مفکوره امريکايانو هم تقويه کړه، چې تر نن ورځې پورې يې له پینځه ملیونو ډېر مسلمانان بې کوره کړي. له ۲۰۲۱م، کال راهیسې په افغانستان کې د امریکا اوږدې جګړې له دوه نيم ملیونه څخه ډېر خلک بې کوره کړي، چې دوه میلیونه یې پاکستان او ایران ته تللي دي. په سومالیا کې د اسلامي محکمو د اتحادیې راپرځولو او بې ثباته کولو لپاره د متحده ایالاتو مداخلې 800،000 خلک بې ځایه کړل، چې ډېری یې په کینیا کې د داداب او کاکوما مهاجر کمپ اوسېدونکي وو. د ګاونډیو اسلامي هېوادونو لکه ترکیې، ایران او سعودي عربستان په مرسته د بشارالاسد د پیاوړتیا لپاره د امریکا او روسیې مداخلې شاوخوا شپږ میلیونه خلک د سوریې پریښودو ته اړ کړل. دا يو څو بيلګې وې؛ ګنې ډېر داسې هېوادونه شته چې له پوځي وګړو پرته، ډېری یې ملکیان وژل شوي او بې ځايه شوي او له جګړې وروسته د خپل عادي ژوند پیلولو په لټه کې دي.

نه یوازې د غرب مستقیمې مداخلې، بلکې د دولت ـ ملت مفکورې په خپراوي سره، چې نوي هېوادونه او پولې يې رامنځته کړي، په خلکو کې یې د اقلیت او اکثریت تخم شيندلی، چې د بېځايه کېدو، بې ثباتيو او ورانکاريو لامل یې ګرځيدلی. د برما راخین ایالت یو میلیون روهینګیايي مسلمانان د بنګله دېش کاکس بازار کمپونو ته کډوال شول. د سریلانکا د ټامیلز عاموژنه د دې لامل شوه، چې په زرهاو خلک هند او نورو هېوادونو ته کډوال شي او خپلې اصلي ځمکې پرېږدي. د مرکزي افریقا جمهوریت ٪۸۰ مسلمانان چې شا او خوا ۴سوه زره تنو ته رسيږي د اسلام ضد حساسيتونو له امله ګاونډیو هېوادونو لکه، کامرون او چاد ته تښتېدلي دي.

اسلام د دې ټولو ستونزو حل له خالق څخه اخلي؛ د خلافت تر سيوري لاندې مختلف ډوله خلک اوسیږي، چې د دې ټولو سالمه ساتنه کېږي، بې ثباتي نه رامنځته کيږي ځکه چې د خلافت خارجي سياست د نورو شيطاني سياستونو په څېر نه دی، چې مادي ګټه يې اصل موخه وي، بلکې غواړي چې د اسلام سلامتيا تر نورو ورسوي؛ نو نه بې ثباتي رامنځته کېږي او نه هم بې مورده مهاجرت. دغه راز ټول خلک خپل ځان مال او ناموس خوندي احساسوي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ] [المَائدة: 8]

ژباړه: اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان شئ. د کومي ډلي دښمني تاسو دومره را و نه پاروي، چې له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له تقوا سره نژدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دى.

اسلام د عقیدوي اړيکې پر بنسټ رنګارنګ انسانان تر يوه چتر لاندې داسې راټولوي، چې عقیده یې خالق ته تسلیمېږي. دا اړيکه په یوه ځانګړي نسل، ژبه یا سیمه پورې نه ده محدوده؛ د مدينې انصارو ته له مکې مهاجر راغلل او د دوی ترمنځ وروري رامنځته شوه، بیا خلافت نورې ځمکې فتحه کړې، په دې نویو سیمو کې چې کله اسلامي افکار خپاره شول؛ اکثره خلکو په ډېر شوق سره اسلام ته غاړه کېښوده.

[وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ][الاٴنبیَاء : 107]

ژباړه: اې محمده!موږ ټولو نړيوالو ته، رحمت لېږلى یې.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: فایز بن احمد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې